• Misyar Marriage

    is carried out via the normal contractual procedure, with the specificity that the husband and wife give up several rights by their own free will...

  • Taraveeh a Biad'ah

    Nawafil prayers are not allowed with Jama'at except salatul-istisqa' (the salat for praying to Allah to send rain)..

  • Umar attacks Fatima (s.)

    Umar ordered Qunfuz to bring a whip and strike Janabe Zahra (s.a.) with it.

  • The lineage of Umar

    And we summarize the lineage of Omar Bin Al Khattab as follows:

  • Before accepting Islam

    Umar who had not accepted Islam by that time would beat her mercilessly until he was tired. He would then say

Friday, August 2, 2013

له شرعي حد جاري کولو نه د حضرت عمر ناخبري

د قدامه بن مظعون نومې سړي شراب وڅښل عمر وغوښتل چې په هغه باندي شرعي حد جاري کړي يعني اتيا متروکې يې ووهي. قدامه وويل په ما باندې د حد جاري کول صحيح نۀ دي.ځکه چې خداے پاک فرمائې: “هغه کسان چې ايمان يې راوړی او نيک کارونه يې کړي دي په هغه څۀ کښې چې خوري يې تر هغه وخته پورې چې متقيان وي او نيک عملونه کوي هيڅ باک نشته
عمر چې دا خبره واوريده نو په هغۀ يې حد جاري نه کړو حضرت امام علی(ع) ته خبر ورسيد هغه عمر ته راغی او پوښتنه يې ترې وکړه چې ولې دې خداے قانون اجراء نۀ کړو، عمر ورته هماغه ايت ولوست، حضرت امام علی(ع) وفرمايل قدامه په دې ايت کښې نه شامليږي ځکه هغه کسان چې په خداے يې ايمان راوړی او نيک کارونه کوي د خداے حرام کړي څيزونه په ځان نۀ حلالوي، قدامه راوغوړه او ورته ووايه چې توبه وباسي که توبه يې وکړه نو حد پرې جاري کړه او که وې نۀ کړه نو بيا دې ووژل شي ځکه چې د شرابو د څښلو د حرام والي په انکار سره له اسلامه وتلی دے. د حضرت علي (ع) په دې خبره حضرت عمر (رض) پوه شو قدامه راوغوښتل شو توبه يې وکړه او له خپلو خبرو نه يې لاس واخېست. حضرت عمر (رض) هم  (د مردتد کېدو په خاطر) د هغۀ له وژلو نه لاس واخېست خو بيا نه پوهېدۀ چې د شراب خورۍ حد پرې څنګه وخېژوي. نو حضرت علي (ع) ته يې وويل چې په دې کار کښې زما لارښوونه وکړه چې حد څنګه جاري کړم؟ حضرت امام علي (ع) ورته وويل: د شراب خور حد اتيا کوړې دي  او بيا يې (د دې خبرې په تعدل کښې) وفرمايل: رښيتا خبره دا ده چې که شراب خور شراب وڅښي نو نشه کيږي او چې کله نشه شو نو بيا هزيان او بکواس کوي او چې کله يې بکواس شروع کړ نو تهمت لګوي. حضرت عمر (رض) هم مجبور شو او د حضرت علي (ع) خبره يې ومنله او قدامه ته يې اتيا کوړې ورکړې.[1]


[1] - مناقب الابن شهر آشوب، الارشاد، بحار ٤٠ ټوک، ٩٧ باب ٢٤٩ مخ، ٢٣ حديث

Categories:

0 comments:

Post a Comment

براہ مہربانی شائستہ زبان کا استعمال کریں۔ تقریبا ہر موضوع پر 'گمنام' لوگوں کے بہت سے تبصرے موجود ہیں. اس لئےتاریخ 20-3-2015 سے ہم گمنام کمینٹنگ کو بند کر رہے ہیں. اس تاریخ سے درست ای میل اکاؤنٹس کے ضریعے آپ تبصرہ کر سکتے ہیں.جن تبصروں میں لنکس ہونگے انہیں فوراً ہٹا دیا جائے گا. اس لئے آپنے تبصروں میں لنکس شامل نہ کریں.
Please use Polite Language.
As there are many comments from 'anonymous' people on every subject. So from 20-3-2015 we are disabling 'Anonymous Commenting' option. From this date only users with valid E-mail accounts can comment. All the comments with LINKs will be removed. So please don't add links to your comments.

Popular Posts (Last 30 Days)

 
  • Recent Posts

  • Mobile Version

  • Followers