خداے د ګران پيغمبر حضرت محمد
مصطفی (ص) له رحلت نه پس هغه وړومبنۍ واقعه چې مسلمانان ورسره مخامخ شول د
دويم خليفه لخوا د هغوي له رحلت نه د انکار کولو موضوع ده چې د رسول اکرم
(ص) د کور په وړاندې يې توره راوويسته او چغه يې کړه: (( چې څوک ووائی چې
پېغمبر(ص) رحلت کړے دے نو پدې تورې سره به يې سر غوڅوم )) او د حضرت ابن
عباس(رض) او نورو ويناوې او د دې ايت قرائت چې مطلب يې دا ؤ چې
((پيغمبراکرم (ص) به هم لکه د نوروپېغبرانو په شان رحلت کوي)) (١)
په هغه باندې اثر ونه کړو تر دې چې وړومبے خليفه چې له مدينې نه بهر ؤ
راورسيد هغه د دويم خليفه چغو ته بې له پامه نېغ د پيغمبر اکرم(ص) کور ته
ننوت او د هغه حضرت (ص) د مخ له څرګندولو او ښکلولو وروسته جومات ته راستون
شو او اعلان يې وکړ چې رسول الله (ص) رحلت کړے دے او بيا يې هماغه ايت
تلاوت کړ. دويم خليفه وويل ما لا تر اوسه دا ايت نه ؤ اوريدلے. (٢)
که څه هم سني وروڼه په دې باب دا توجيه کوي چې حضرت عمر
(رض) په رسول اکرم (ص) باندې دومره مئين ؤ چې يې دا خبره يې نۀ شوه برداشت
کوله چې هغه حضرت له دنيا نه رحلت کړے دے. حال دا چې زمونږ په خيال چې له
اهلبېتو عليهم السلام چې د هغه حضرت د زړۀ ټوټې وې نه زيات څوک په
پېغمبراکرم (ص) باندې عاشقان نۀ ؤ خو هغوي داسې څه حرکت نۀ دے کړے ځکه چې
له دنيا خاتم النبين (ص) نه مخکښې يو کم يو لک انبياء له دنيا نه تلي دي او
هيڅ يو پېروکار يې داسې حرکت نۀ دے کړے. بله دا چې په اسلام کښې د دې خبرې
چې څوک ووائي د خداے ګران رسول (ص) وفات دے سزا سر پرې کول نۀ دي.
نو ځکه مونږ له دې واقعې نه دا مطلب اخلو چې حضرت عمر (رض)
نه غوښتل چې له دې واقعې نه زيات خلق خبر شي او ټول راغونډ شي او د رسول
الله (ص) وصيت مطابق د حضرت علي (ع) سره بيعت وکړي او بله داچې د زياتو
خلقو له خبرېدو نه مخکښې مخکښې به د هغۀ يار حضرت ابوبکر (رض) هم راورسيږي
او د خلافت په مسئله ورسره صلاح مشوره وکړي.او بيا هم هغه وشول چې مونږ يې
په تاريخ کښې لولو. له دې نه علاوه له دې واقعې نه دا هم معلوميږي چې حضرت
عمر (رض) د علم له لحاظه په خاصه توګه د قران له علم نه ډېر بې خبره ؤ همدا
وجه ده چې له دغه ايت نه چې پکښې په صفا ټکو کښې د رسول الله (ص) د رحلت
کولو خبر ورکړے دے ناخبره ؤ او په دغه کم علمۍ باندې يې خبله اعتراف وکړ.
————————————————————————————–
ماخذونه:
(١)- وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن
قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى
أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ
شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ يعنې (( او نۀ دے محمد مګر يو رسول چې له دۀ نه مخکښې هم رسولان تېر شوي دي نو که دې وفات يا قتل کړې شي نو تاسو به بيا وروستو حال ته ستنېږئ نو هر چا که داسې وکړل نو هغه خداے ته هيڅ نقصان نه شي رسولې او نزدې ده چې خداے شکر کوونکو ته اجر ورکړي ( سوره آل عمران آيت١٤٤ )
(٢)- تاريخ طبری ج٣ ص٢٠٠، کامل ابن اثير ج٢ ص٣٢٣، شرح ابن ابی الحديد ج١ ص١٢٨