Friday, August 2, 2013
بني اميه د حضرت عمر په کلام کښې
اميرالمومنين علي عليه السلام په نهج البلاغه کښې وضاحت
کوي چې بني اميه چې د مکې د فتحې په ورځ د مسلمانو تورزنانو د تورو تر
سيوري مسلمانان شول،«فوالذي فلق الحبة و برأ النسمة ما أسلموا و لكن استسلموا و أسروا الكفر، فلما وجدوا أعوانا عليه أظهروه»
قسم په هغه خداے چې دانه يې وچوله او انسان يې پېدا کړ دغه د بني اميه
خاندان د مکې د فتحې په موقع اسلام راونړۀ بلکې د اسلام تظاهر يې کوۀ او
خپل کفر يې په خپل باطن کښې پټ کړ او د صفين په جنګ کښې يې د ځان لپاره
ملګري او مرستندويه پېدا کړل او هغه څرګند کړل.(نهج البلاغه، نامه16)
د بني اميه خاندان په حقله د اميرالمومنين عليه السلام
وېنا دا ده. عجيبه دا چې سني بزرګانو له حضرت عمار ياسر (رض) نه نقل کړي
دي چې پېغبراکرم صلی الله عليه و آله د هغۀ په حقله وفرمايل: ((عمار مع
الحق و لحق مع عمار، يدور معه حيث دار.)) ((يعنې عمار له حق سره دے هر طرف ته چې عمار (رض) وي حق هم هغه طرف ته دے.))
و تقتله الفئة الباغية، عمار يدعوه إلي الجنة و يدعوهم إلي النار.
((او هغه به باغي او ظالمه ډله وژني. عمار به هغوي د جنت لور ته رابولي او
هغوي به هغه د دوزخ لوري ته دعوت کوي.)) (صحيح بخاري، ج3، ص207)
هغه عمار ياسر (رض) د بني اميه د خاندان په حقله وائي:
و الله ما أسلموا و لكن استسلموا و أسروا الكفر فلما رأوا عليه أعوانا أظهروه.
((په خداے قسم چې دې د بني اميه خاندان اسلام نه دے قبول کړے او کفر يې پټ کړ….)) (مجمع الزوائد هيثمي، ج1، ص113)
سيوطي د لاندې مبارک ايت په تفسير کښې ليکي:
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَةَ اللَّهِ كُفْرًا وَ أَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ. (إبراهيم/28)
عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه في قوله: ألم تر إلى الذين
بدلوا نعمة الله كفرا، قال: هما الأفجران من قريش، بنو المغيرة و بنو أمية؛
فأما بنو المغيرة: فكفيتموهم يوم بدر و أما بنو أمية: فمتعوا إلى حين.
((د دويم خليفه له قوله نقلوي چې له دې ايت نه مراد د
قرېشو دوه قومونه بني مغيره او بني اميه دي. خو د بدر د جنګ په ورځ تاسو
بني مغيره ته سخت ګوزار ورکړ او د مسلمان امت له سر نه مو د هغوي شر د همېش
لپاره ختم کړ خو د بني اميه شر تر مودو پورې د مسلمانانو په سر موجود
دے.))
درالمنثور، ج4، ص84 – تفسير طبري، ج13، ص46 – فتح الباري
ابن حجر ج7، ص235 – فتح القدير شوكاني، ج3، ص111 – ميزان الإعتدال ذهبي،
ج3، ص295 (بې له شکه چې حضرت عثمان (رض) هم د بني اميه له خاندان څخه دے)
Categories:
Pashto - پشتو
Popular Posts (Last 30 Days)
-
Muslims praying Namaz with folded hands Keeping hands unfolded (while standing) is the natural posture, and those who follow it do not ne...
-
This issue has been a matter of debate since times immemorial and it is this issue which in fact explains why the Shias bear enmity toward ...
-
Abdul Kareem Mushtaq - Hum Muta Kiyon Kerte Hain Here is an unbiased debate on 'Muta' from ARY Digital. The host is neutra...
-
Article Provided by : Br. Hesham Merchant The crowd left towards the house of Hazrat Ali (a.s.). The harbored the intention of burning dow...
-
How Tarawih came into being??!!! Nawafil prayers are not allowed with Jama'at except salatul-istisqa' (the salat for praying to A...
-
How Muawiyah ibn Abu Sufyan one of the staunchest enemies of Prophet Mohammad (P) and of Islam came to power? Muawiya was a staunch foll...
-
Tabari: Narrated Aboo Hisham Al-Rafi from Aboo Bakr Ibn Ayyash from Hasim Ibn Kulayb from his father who said: " Uma...
-
Umar ibn al-Khattab came to the house of Ali. Talha and Zubair and some of the immigrants were also in the house. Umar cried out: "By G...
0 comments:
Post a Comment
براہ مہربانی شائستہ زبان کا استعمال کریں۔ تقریبا ہر موضوع پر 'گمنام' لوگوں کے بہت سے تبصرے موجود ہیں. اس لئےتاریخ 20-3-2015 سے ہم گمنام کمینٹنگ کو بند کر رہے ہیں. اس تاریخ سے درست ای میل اکاؤنٹس کے ضریعے آپ تبصرہ کر سکتے ہیں.جن تبصروں میں لنکس ہونگے انہیں فوراً ہٹا دیا جائے گا. اس لئے آپنے تبصروں میں لنکس شامل نہ کریں.
Please use Polite Language.
As there are many comments from 'anonymous' people on every subject. So from 20-3-2015 we are disabling 'Anonymous Commenting' option. From this date only users with valid E-mail accounts can comment. All the comments with LINKs will be removed. So please don't add links to your comments.